IQNA

  د مصر په لوی میوزیم کې د قرآن د تلاوت له امله مصري بلاګر ونیول شو

12:38 - November 15, 2025
د خبر لمبر: 3492011
ایکنا د مصر امنیتي ځواکونو  یو ځوان بلاګرا حمد السمالوسي، چې په لوی میوزیم کې ئې د قرآن د تلاوت ویډیو خپره شوې وه، نیولی دی.

 ایکنانیوز د «القاهره» څخه  نقل کړي، دغه ویډیو په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوې وه او السمالوسي په کې داسې ښکاري چې د مصر په لوی میوزیم کې د فرعونانو د څو مجسمو مخې ته ولاړ دی او د  غافر سورې هغه آیتونه تلاوت کوي چې پکې د حضرت موسى‌(ع) او فرعون کیسه، او د فرعونیانو کفر او شرک بیان شوی دی.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې نوموړی د قرآن آیتونه په لوړ غږ لولي، چې د ځینو لیدونکو او د میوزیم د کارکوونکو د حیرانتیا لامل ګرځي.

اړونده چارواکي دا ویډیو ارزوي څو د دغه ځوان هوّیت، انګېزه، د ویډیو د ثبت وخت او شرایط وڅېړي.

په همدې تړاو، د مصر د ګرځندوی او لرغونو آثارو وزارت څرګنده کړې چې که څه هم دا کار له شرعي نظره تخلف نه دی، خو له فرهنګي او تمدني اړخه د  میوزیم د علمي او تاریخي فضا سره په ټکر کې دی. د مصر لوی میوزیم چې د نړۍ تر ټولو غټ میوزیم دی او د لرغوني مصر تمدن ته ځانګړی شوی، د دې ارزښت نه لري چې د ټولنیزو چینلونو د مخاطبانو د راجلبولو لپاره د پس منظر په توګه وکارول شي؛ ځکه دا کار د منلو وړ نه دی.

د مصر د دیني مقام غبرګون

هشام ربیع، چې د مصر د دارالافتاء د فتوا څانګې منشي دی، د دې ویډیو د خپرېدو په غبرګون کې وویل: د قرآن تلاوت لوی  عبادت دی چې د الله تعالی د قرب سبب کېږي، زړونه روښانوي او روحونو ته سکون وربخښي

هغه د دې خبرې په یادولو سره چې قرآن په هر هغه ځای کې چې د دې عظمت ته مناسب وي لوستلی شي، د مزمل سورې د ۲۰ آیت «فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ: نو هر څه چې له قرآنه درته ممکن وي، ولولئ» باندې  استناد وکړ.

هشام ربیع په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل:د ځان‌ښودنې یا ځان‌ستاینې وسیله دعبادت په ځانګړې توګه د قرآن د تلاوت بدلول،د دې له اصلي هدف څخه انحراف دی؛ ځکه چې اصل په عبادت کې اخلاص دی، نه د خلکو پام  جلبول او نه هم پټ  پیغام رسونه.

هغه وویل: کله چې څوک قرآن لولي او داسې انګېرل کېږي چې هغه په یوه د غافلو څخه ډک چاپېریال کې «مطلق حق» څرګندوي، نو عبادت له هغه پټې او خالصې اړیکې څخه چې د بنده او رب ترمینځ وي، په یوه ښکاره ځان‌ښودنې بدلېږي چې موخه ئې د خلکو متوجه کول او د هغوی په زړونو کې د کمښت احساس رامنځته کول وي. دا کار د ایمان او عبادت د جوهر لپاره خطرناک دی.

قرآن د رټلو  وسیله نه ده

ربیع زیاته کړه: خطر هغه وخت لا زیاتېږي چې د ځانګړي مفهوم لرونکي آیتونه، لکه د موسى(ع) او فرعون کیسه، په لوی میوزیم کې تلاوت شي؛ داسې چې دا پیغام ورکړي چې هغه ځای چې د یوې ټولنې تاریخ او تمدن پکې خوندي دی، ګواکې «د شرک کور» دی. دا کړنه د قرآن کریم د سپکاوي سبب ګرځي او لویه ګناه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4316421

captcha